WorkSafeBC Home

ژباړه په لاندې ژبه کې د لاسرسي وړ ده: 简体中文 | 繁體中文 | پښتو | فارسی | دری | ਪੰਜਾਬੀ | русском языке | українською мовою | Español | Français | Canadienne française | English

په WorkSafeBC کې موږ د کارکوونکو او ګمارونکو لپاره په برېتش کلمبیا (British Columbia) کې د کار ځای د سالم والي او خوندیتوب هڅونه ترسره کوو. حتی که چېرې تاسو د بل هېواد یاست او په لنډمهاله توګه په برېتش کلمبیا (British Columbia) کې کار کوئ، WorkSafeBC له هماغې لومړۍ ورځې څخه تاسو په B.C کې د نورو کارکوونکو په څیر د ورته حقونو او مسوولیتونو په برخه کې تر پوښښ لاندې نیسي.

که چېرې تاسو په B.C کې د کار پر مهال ټپي یا ناروغ شئ او د هغې له امله خپل کار له لاسه ورکوئ، کولای شئ زموږ سره اړیکه ونیسئ تر څو پوه شئ چې ستاسو لپاره کوم د زیان جبران او ملاتړ د لاسرسي وړ دی.

په B.C کې ټول کارکوونکي د هغوی د کډوالۍ حالت یا د کار مودې ته له پام پرته د WorkSafeBC د بیمې تر پوښښ لاندې دي.

د ګومارونکي مسوولیتونه

په کار ځای کې روغتیا او خوندیتوب یو ګډ مسوولیت دی. ګومارونکي باید له کارګرانو سره مشوره وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی د ټولو کار کوونکو لپاره د کار یو سالم او خوندي ځای برابر کړی دی.

له ګومارونکو څخه غوښتل کېږي چې:

  • په مناسب ډول اشنا کول، روزنه او څارنه برابره کړي.
  • ډاډ ترلاسه کړي چې کارګران په خطرونو پوهېږي او درک کوي یې.
  • کله چې کارګران د روغتیا او خوندیتوب اړوند اندیښنو په اړه راپور ورکوي، له ځنډ پرته پلټنه او اصلاحي اقدام ترسره کړئ.
  • د اړتیا په صورت کې جامې، وسیلې او تجهیزات چمتو کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول تجهیزات په سم ډول ساتل کېږي او کار کوي.
  • په سایټ یا کار ځای کې د لومړنیو مرستو تجهیزات چمتو کړئ او د هغوی اړوند روزل شوي کسان ولرئ.
  • تر ټولو نږدې طبي مرکز ته د ټپي یا ناروغو کارګرانو د لېږد لپاره یوه پلان ولرئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې کارګران په دې پوهېږي چې څه ډول په کار ځای د ټپونو او ناروغیو د رامنځته کېدو په اړه راپور ورکړي.
  • د روغتیا او خوندیتوب له ګډو کمېټو، د کارګرانو د روغتیا او خوندیتوب استازو، د WorkSafeBC د مخینوي مسوولینو او هر هغه چا سره همکاري وکړئ چې د روغتیا او خوندیتوب مسوولیت په غاړه لري.
  • د کارګر له ټپي کېدو وروسته په خپل وخت او خوندي ډول بیرته کار ځای ته د کارګر د ستنېدو په برخه کې همکاري وکړئ (ګومارونکو ته مراجعه وکړئ: د همکارۍ او د دندې د ساتلو لپاره وظیفه / Employers: Duty to cooperate and duty to maintain employment).

د کارګر حقونه

کارګر لاندې حقونه لري:

  • حق لري چې په کار ځای کې د خطرونو په اړه پوه شي
  • حق لري چې په کار ځای کې د روغتیا او خوندیتوب په فعالیتونو کې ګډون وکړي
  • حق لري چې ناخوندي کار رد کړي*

*د قانون پر بنسټ ګومارونکي منع دي چې کارګران د روغتیا او خوندیتوب اړوند ستونزې د راپورته کولو له امله جریمه کړي. که چېرې کارګران احساس کوي چې دا موارد رامنځته شوي دي، د هغو اقداماتو په اړه لا زیات معلومات / Prohibited action complaints ترلاسه کړئ چې کولای شي ترسره یې کړي.

د کارګر مسوولیتونه

د یوه ګارګر په توګه تاسو په کار ځای کې د خپل ځان او همکار د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې مهم رول ادا کوئ. د یوه کارګر په توګه، تاسو باید:

  • د خطرونو په اړه خبر وئ. د هغوی په اړه په سمدستي توګه سوپروایزر یا ګمارونکي ته راپور ورکړئ.
  • د خوندي کار تګلارې په پام کې ونیسئ او تل په کارځای کې په خوندي ډول کار وکړئ.
  • د خوندیتوب لپاره چمتو شوې جامې، وسیلې او تجهیزات وکاروئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې په سم ډول یې واغوندئ.
  • د روغتیا او خوندیتوب له ګډو کمېټو، د کارګرانو د روغتیا او خوندیتوب استازو / Joint health & safety committees,، د WorkSafeBC د مخینوي مسوولینو او هر هغه چا سره همکاري وکړئ چې د روغتیا او خوندیتوب مسوولیت په غاړه لري.
  • که چېرې په کار ځای د ټپي کېدو یوه پېښه وشي، په چټکۍ سره درملنه ترسره کړئ او د روغتیایي خدمتونو چمتو کوونکي ته ووایئ چې ټپي کېدل د کار اړوند دي.
  • د روغتیایي خدمتونو د چمتو کوونکو لخوا د درملنې اړوند سپارښتنه په پام کې ونیسئ.
  • له ټپي کېدو وروسته په خپل کار کې د اصلاحاتو رامنځته کولو وورسته په خوندي ډول کار ته ستانه شئ او په سملاسي توګه خپل بشپړ او ورځني مسوولیتونه په غاړه مه اخلئ.
  • هیڅ وخت په داسې حالت کې کار مه کوئ چې تاسو د الکولو، نشه یي توکو یا نورو موادو له امله نشه وئ یا له اندازې زیات ستړي وئ.

سرچینې

په خپله ژبه کې د معلوماتو لپاره

که چېرې تاسو د WorkSafeBC د خدمتونو په اړه پوښتنې لرئ، په Lower Mainland کې زموږ د مخنیوي معلوماتي کرښې سره په 604.276.3100 یا په Canada کې له 1.888.621.7233 وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسئ. کولای شئ زموږ سره له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 8:05 څخه د مازدیګر تر 4:30 پورې اړیکه ونیسئ او موږ به تاسو له هغه کس سره ونښلوو چې ستاسو په ژبه باندې خبرې کوي.